1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان: په يوه چاودنه کې درې طالبان وژل سوي دي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

په بدخشان کي سرچینو ويلي دي چي د دغه ولايت په مرکز کي چاودنه سوې ده. طالبانو ويلي دي چي په دغه چاودنه کي درې طالبان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4fdAM
Afghanistan | Taliban Fayzabad Badakhshan
آرشیف: د طالبانو ځواکونه د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کیانځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images

په بدخشان کي د طالبانو د ادارې د اطلاعاتو او کلتور مشر حکمت الله محمدي دویچه ویله ته وویل چي دغه چاودنه په فیض آباد ښار کي رامنځته سوې او د هغې هدف د طالبانو د پولیسو یو کاروان وو چي د کوکنارو د کروندو د تخریب له پاره له دغي سیمي تیریدی.

د طالبانو د ادارې د اطلاعاتو او کلتور مشر د بدخشان د قوماندانۍ د مطبوعاتي څانگې د مسئول له خولې ویلي دي چي په دغه چاودنه کي د طالبانو درې پولیس وژل سوي او پنځه نور زخمیان سوي دي.

د بدخشاند اطلاعاتو او فرهنگ د مشر په خبره، دغه چاودنه د یوه ماین له امله رامنځته سوې او د طالبانو پر هغو پولیسو سوې ده چي د کوکنارو د کروندو د تخریب له پاره په حرکت کي ول.

په فیض آباد ښار کي یوې سرچینې چي نه یې غوښتل نوم یې افشا سي، دویچه ویله ته وویل چي دغه برید د موټرسایکل په واسطه رامنځته سوی او تلفات یې هم له ځانه سره لرلي دي.

د دغي چاودني په تړاو خپاره سوي انځورونه په ټولنیزو رسنیو کي ښيي چي د طالبانو یوه پوځي نقلیه وسیله تخریب سوې ده. په دغو تصویرونو کي یو تخریب سوی موټرسایکل هم لیدل کیږي.

دغه چاودنه په داسي حال کي رامنځته کیږي چي د بدخشان ولایت د ارگو او درایم ولسوالۍ په تیرو څو ورځو کي د طالبانو پر وړاندي د سیمې د اوسیدونکو د پراخو اعتراضونو شاهدي وې.

د دغو ولسوالیو اوسیدونکي، طالبان د کوکنارو د کروندو د تخریب پرمهال په ناوړه چلند تورنوي او ویلي یې دي چي د طالبانو د ډزو په نتیجه کي یو ملکي وژل سوی دی.

خو طالبانو ویلي دي چي د سیمي خلکو د کوکنارو کروندو د تخریب مخنیوی کاوه چي له امله یې دغه پیښه رامنځته سوې ده.

تر اوسه پوري کومي ډلې د دغه برید مسئولیت پرغاړه نه دی اخیستی. سربیره پردې د طالبانو پر ضد پوځي جبهو او دغه راز داعش ډله هم کله نا کله پر طالبانو باندي د بریدونو ادعا کوي.

آیا افغانستان کې داعش د ګاونډیو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي؟

GP/NZ/Sirat