1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسیه: د هغو ټاکنو پیلیدل چې د پوتین بریا په کې قطعي ده

۱۴۰۲ اسفند ۲۵, جمعه

د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره رای اچونه چې درې ورځې به دوام وکړي پیل شوه. وار دمخه لا معلومه ده چې د ولادیمیر پوتین بریا حتمي ده. شنونکي وایي پوتین غواړي له دې سره دا وښيې چې ګوندې په روسیه کې دیموکراسي شتون لري.

https://p.dw.com/p/4dgWS
Russland | Präsidentschaftswahlen
انځور: AP Photo/picture alliance

انتقاد کوونکي په پرله پسې ډول وایي چې په روسیه کې دکتاتوري حاکمه ده، خو سره له دې هم د جمعې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو له پاره رای اچونه پیل شوه چې د مارچ تر ۱۷ نیټې پورې به دوام وکړي.

د انتخاباتو د پایلو په اړه ډیر پخوا لا وړاندوېنه شوې وه: چې ولادیمیر پوتین چې د تیرو ۲۵ کلونو راهیسې پر دې هیواد حکومت کوي به د جمهوري ریاست په پنځمه دوره کې هم بریالی کیږي. په دې مرحله کې به نوموړی لږ تر لږه تر ۲۰۳۰م کاله پورې په کرملین کې وي.

لیبرال سیاستوال بوریس نادژین، چې د پوتین یوازنۍ مخالفه څیره ده دروسیې د محکمو د هغو له جملې څخه د سترې محکمې له خوا له کاندیدیدو منع شوی دی.

بل نوماند ۷۵ کلن نیکولای خاریتونوف دی چې د کمونیست ګوند سیمه ایز استازی دی. د دې ګوند نوماند معمولاً له پوتین وروسته له ډیر زیات تفاوت سره په دویم کتار کې ځای نیسي.

خاریتونوف د پوتین پر یو شمیر داخلي سیاستونو نیوکې کړي دي، خو پر اوکراین د روسیې د برید ملاتړ کوي.

ولادیسلاو داوانکوف هم په دې رقابتونو کې شتون لري. هغه ۴۰ کلن او یو تر ټولو ځوان نوماند دی چې په روسیه کې د فردي آزادیو د محدودولو په برخه کې ځان تر ډیره لیبرال ښيې. خو سره له دې هم هغه ویلي دي چې پر خپلو سیاسي مخالفینو به نیوکه نه کوي.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ خاریتونوف او داوانکوف ممکن هر یو یې له ۴ تر ۵ سلنه د ټولو رایو ترلاسه کړای شي.

د وحدت د نمایش له پاره ټاکنې

سره له دې چې ټول څارونکي وایي چې پوتین بریالی کیږي، د روسیې ولسمشریزې ټاکنې یو مشخص هدف تعقیبوي. سیاسي شنونکی او د کرملین پخوانی سلاکار کنستانتین کالاچف، وویل چې دا هدف کورنۍ او بهرنیو ننګونو ته رسیدګي ده چې د پوتین رژیم ورسره لاس او ګریوان دی.

نوموړي زیاته کړه چې په هیواد کې دننه انتخابات د ولسمشر واک ته مشروعیت ورکوي او ښيې چې د روسیې خلک د خپل رهبر شا او خوا ته ولاړ او متحد دي.

کالاچف دویچه ویله وویل: «له بهرني بعد څخه د ټاکنو هدف دا دی چې وښيې پوتین [بهرنی] سیاست د خلکو د غوښتنو په اساس عملي کوي. دا ښيې چې ولسمشر او د روسیې اکثریت خلک متحد دي او په لویدیځ کې هر ډول فکر له منځه وړي.»

په داسې یوه هیواد کې چې ټول خلک تصور کوي چې د انتخاباتو نتیجه لادمخه معلومه ده، خلک پر دې باوري کول چې له خپلو کورونو دې ووځي او خپلې رایې دی وکاروي یو ستونزمن کار دی.

خو لکه څنګه چې په لاتویا کې یوې خپلواک انټرنټ پاڼې مدوزا، د روانې میاشتې په لومړیو کې رپوټ ورکړ چې روسي چارواکي د داسې تدابیرو په عملي کولو اخته دي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې ولسمشریزې ټاکنې د امکان تر حده پورې قانوني ښکاره کړي.

د روسيې هر څلورم کس ولي يا بندي سوي يا محکمې ته حاضر سوی؟

د ۸۰ سلنه رای ورکوونکو ګډون ته د یوه هدف په سترګه کتل کیږي. مدوزا رپوټ ورکړی دی چې دا کار د حکومت پورې تړلو رای ورکوونکو په راټولیدو ترسره کیږي: یعنې د دولتي برخې کارمندانو، دولتي شرکتونو کارمندانو او حکومت ته وفاداره لویو شرکتونو او همدارنګه د دوی دوستان او ور پورې تړلي خلک.

 دغې ورځپاڼې د پوتین سیاسي ګوند «متحده روسیه» ته د نږدې تماسونو په استناد لیکلي دي چې د دې ګوند غړي هڅول شوي چې هر یو لږ تر لږه ۱۰ تنه له ځان سره د رای ورکونې مرکزونو ته راوړئ.

دولتي او ګوندي چارواکي کولی شي د الکترونیکي راګیرۍ یا دیجیټالي کوډونو په مرسته چې رای ورکوونکي تشخیصولی شي دقیقاً وګوري چې کومو کسانو په انتخاباتو کې ګډون کړی دی.

د فیبرورۍ په وروستیو کې پوتین د روسیې په فدرال مجلس کې ملت ته په خپله وینا کې هڅوونکي ژمنې د هغو له ډلې د اقتصاد تقویه کولو وعده ورکړه. نوموړي په اوکراین کې د جګړې چې پخپله دی ورته «نظامي عملیات» وایي، جاري ساتلو له پاره پر خپلې ارادې ټینګار وکړ.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز