1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو پر چينايي اتباعو د حملې په تړاو د پاکستان ادعا ردکړه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

د طالبانو دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې وايي په پاکستان کې د مارچ میاشتې په حمله کې چې چینایي انجنیران پکې ووژل شول افغانان ښکيل ول. دغه وزارت ويلي: «افغانان په داسې موضوعاتو کې ښکيل نه دي.»

https://p.dw.com/p/4fc1A
Afghanistan Explosion tötet Zivilisten in Kabuler Moschee: Taliban
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د پاکستان د پوځ ویاند د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وويل چې په مارچ میاشت کې په خیبر پخښتونخوا ایالت کې ځانمرګی برید چې پنځه چینايي انجنیران پکې ووژل شول، په ګاونډي هيواد افغانستان کې پلان شوی وو او حمله کوونکی هم يو افغان وو.

په افغانستان کې د طالبانو دفاع وزارت وياند، مفتي عنایت الله خوارزمي، د پاکستان دغه ادعا رد کړې ده او ويلي ېې دي چې «افغانان په دا ډول موضوعاتو کې ښکيل نه دي» او د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې ېې «بې مسئولیته او له حقیقت لرې» بللي دي.

خوارزمي په يوه اعلاميه کې چې پر اکس شبکې ېې خپره کړې ويلي: «د دا ډول پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نيول، د موضوع له حقیقت څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه بولو او په کلکه ېې ردوو.»

په مارچ میاشت کې یوه ځانمرګي بریدګر خپل موټر د چينايي انجنیرانو له کاروان سره وجنګاوه چې پکې شپږ کسان ووژل شول. دغو چينايانو انجنیرانو د پاکستان په شمال کې د اوبو بند په یوه پروژه کې کار کاوه.

خوارزمي زیاتوي: «د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده، د چيني اتباعو وژل کيدل د پاکستان د امنيتي ارګانونو کمزوري» ښيي. هغه دا هم وايي: «موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو چې د پاکستان خاورې څخه افغانستان ته راوښتي دي...»

د کابل او اسلام آباد تر منځ روابط په وروستیو میاشتو کې ترينګلي شوي دي. اسلام آباد پر کابل تور لګوی چې د هغو اورپکو پر وړاندې په کافي اندازه اقدامات نه کوي چې په پاکستان کې حملې کوي. په دې لړ کې پاکستان په مارچ میاشت کې د افغانستان په خاوره کې پر اورپکو هوايي حملې کړې وې.

پاکستان تېرکال نژدې ۳۷۰زره هغه افغان مهاجر چې په دغه هېواد کې ېې د اوسېدو قانوني اسناد نه درولودل اخراج کړل او وايي چې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو اکثرو ځانمرګي بریدونو کې افغانان ښکيل دي.

د پاکستان د پوځ ویاند د سه شنبې په ورځ وويل چې په پاکستان کې ۲۹زره چینايي اتباع ژوند کوي چې اکثریت ېې په زیربنايي پروژو کې کار کوي او دا چې د هغوی امنیت د پاکستان د امنيتي ارګانونو اصلي لومړيتوب دی.

طالبان هم له چین سره د اقتصادي اړيکو د پراختیا هڅې کوي او چين لومړنی هيواد دی چې په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې ېې خپل سفير ګمارلی دی. د رويټرز په حواله، طالبان همدارنګه علاقه لري چې د چین- پاکستان په اقتصادي کوریدو کې چې د پراختیا او زیربناو په برخه کې بیجنګ د ۶۵ میلياردو ډالرو په ارزښت پانګونه ده، هم برخه واخلي.

خوارزمي ويلي دي چې دوی له پاکستان سره هم ښې اړيکې غواړي: «موږ د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمې په ګټه بولو او د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورۍ او ښو اړيکو باور لرو.» 

 (Reuters)mks/nz

له آرشیف څخه (03.01.2024):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل