1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار: د ناکامورا یوه بله پروژه هم بشپړه شوه

امید دیدار
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

په ننګرهار کې د وژل شوي جاپاني ډاکټر ناکامورا د موسیسې اړوند د اوبو لګولو یوه بله پروژه هم ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. ویل شوي له دغې پروژې به هم په سونو وګړي مستقیمآ ګټه واخلي.

https://p.dw.com/p/4fXyS
Japan Beisetzung Arzt Tetsu Nakamura
انځور: AFP/Jiji Press

په ننګرهار کې د طالبانو  ادارې د دغې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د وژل شوي جاپاني الاصله افغان  ډاکټر تیتسو ناکامورا د موسیسې اړوند د اوبو لګونې یوې پروژې د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د باختر دولتي اژانس له لوري خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي دي چې د پي ام ایس جاپانۍ موسیسې اړوند د بالاکوټ د کانال پروژه، چې پکې پنځه کیلومتره کانال، د ۸۲ زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو چک ډیم، یوه د اوبو ذخیره او د ۲۳ زره نیالګیو کېنولو پروژه شامله ده، ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

په خبر کې راغلي دي چې دغه پروژه د ۱۲ سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه کال په موده کې بشپړه شوې ده، چې مستقیمآ ترې د سیمې شاوخوا ۱۴ سوه وګړي ګټه اخلي.

په عین حال کې باختر اژانس خبر ورکړی دی چې د ننګرهار په نازیان ولسوالۍ کې د ډاکټر تیتسو ناکامورا د موسیسې له لوري د ۱۰ کیلومتره په اوږدوالي د یوه بل کانال د جوړېدو چارې هم پیل شوي دي چې د دغې موسیسې له لوري پرې ۱۸ سوه زره امریکايي ډالر لګول کېږي او نیږدې دوه زره کورنۍ به ترې ګته واخلي.

ډاکټر تیتسو ناکامورا ته مخکیني افغان  ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړی و.
ډاکټر تیتسو ناکامورا ته مخکیني افغان  ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړی و.انځور: Reuters/Afghan Presidential Palace

ډاکټر تیتسو ناکامورا په ننګرهار ولایت کې پر صحي خدماتو سربېره په اوبو لګولو او کرهنې برخو کې پراخې پروژې پلي کړي او لا یې کارونه روان دي.

دا جاپانی وګړی په۲۰۱۹ کال په جلال اباد کې هغه مهال په ډزو ووژل شو، چې خپل کار ته روان و. د NHK WORLD  په نوم د یوې جاپانۍ رسنۍ د رپوټ له مخې، تر اوسه نه ده معلومه شوې، چې ډاکټر ناکامورا چا د کوم دلیل له مخې وژلی دی.

د دغې رسنۍ په خبر کې راغلي دي چې د ډاکټر ناکامورا د وژنې په اړه پیل شوې څېړنې د طالبانو له راتلو وروسته درېدلي دي.

NHK WOLD رسنۍ په ننګرهار کې د ډاکټر ناکامورا د پروژو پر دوام د اوبو لګولو د یوه تازه بشپړ شوي سیستم په اړه چې د شنبې په ورځ ګټې اخستنې ته سپارل شوی، هم خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دغه جاپانۍ موسیسه به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دغې رسنۍ د طالبانو د کرهنې او اوبو لګولو د چارسمبالي وزیر عبدالطیف منصور له قوله چې د کانال پرانیستې ته ورغلی و، لیکلي: «د جاپانۍ موسیسې کارکوونکو د اوبو لګولو پروژو په برخه کې شهکار کړی او دا چې دغه موسیسې د خلکو درد احساس کړی او خپلو مرستو ته یې دوام ورکړی دی.»

ډاکټر تیتسو ناکامورا ته مخکیني افغان  ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړی و.

اژانسونه/ا.د/ن.ز

د ناکامورا د پروژو راتلونکي به څه وي؟