1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتین د بلي شپږ کلنې دورې د ولسمشرۍ لوړه وکړه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

روسيې د ولاديمیر پوتین د ولسمشرۍ د پنځمې دورې د لوړي مراسم ترسره کړل. دغه پخواني جاسوس، پر قدرت د مخکې په پرتله په لا قوي تسلط سره د روسيې واک اخلي او د سیاسي مخالفینو په غلې کولو سره ېې خپل موقف ثابت کړی دی.

https://p.dw.com/p/4fata
پوتین سه شنبه د می میاشتې ۷مه په کرملین ماڼۍ کې د لوړپوړو روسي سیاستوالو په حضور کې د لوړي مراسم پر ځای کړل
پوتین سه شنبه د می میاشتې ۷مه په کرملین ماڼۍ کې د لوړپوړو روسي سیاستوالو په حضور کې د لوړي مراسم پر ځای کړلانځور: Kremlin.ru via REUTERS

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین، د مارچ میاشتې په انتخاباتو کې د غوڅ اکثریت تر ګټلو وروسته چې د بهرنیو ناظرینو په آند پراخې درغلۍ پکې شوي، د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د می ۷مه) د ولسمشر په توګه د ېوې بلې شپږ کلنې دورې له پاره د لوړي مراسم ترسره کړل. 

دغه ۷۱ کلن، له هغه وخته چې پر واک پاته شوی هغه که د ولسمشر او یا هم د صدراعظم په توګه وو، خپل هر ډول مخالفان ېې ټول له مخې سرکوبه کړي دي.

پوتین په کرملین ماڼۍ کې د لوړپوړو روسي سیاستوالو په حضور کې د لوړي مراسم پر ځای کړل.

پوتین په سينت اندرو تالار کې د خپلې وينا په ترڅ کې د روسيې ملت له پاره یوه سخت دوران ته اشاره وکړه، هغه ملت ته چې پر اوکراین د پوځي يرغل له کبله په غرب کې منزوي شوی بلل کیږي.

د پوتین د لوړې مراسم - ولادیمیر پوتین د خپلې واکمنۍ په جریان کې د قدرت پر بیارغونې او پر ګاونډیو هيوادونو د روسيې د سلطې هڅې کړي دي
د پوتین د لوړې مراسم - ولادیمیر پوتین د خپلې واکمنۍ په جریان کې د قدرت پر بیارغونې او پر ګاونډیو هيوادونو د روسيې د سلطې هڅې کړي ديانځور: ALEXEY DRUZHININ/RIA-NOVOSTI/AFP via Getty Images

پوتين د لوړي په مراسمو کې وویل: «موږ به له دغې سختې دورې په عزت سره تيرسو او لا به ځواکمن شو.» پوتين زیاته کړه: «موږ یو متحد او لوی ملت یوو. موږ به د خپلو ټولو پروګرامونو په عملي کولو سره په ګډه پر ټولو خنډونو بریالي شو. موږ به په ګډه ګټونکي شو.»

پوتين وويل چې د روسيې دروازې د روابطو د پراختیا له پاره د نورو هيوادونو پر مخ خلاصې دي. هغه دغه هيوادونه د «نړۍ اکثریت» په توګه وښودل، خو په عين حال کې ېې وویل چې د روسيې دولت باید د هر ډول ګواښ او ننګونې پر وړاندې مقاومت وکړي.

پوتین وويل: «د روسيې له پاره خدمت تر ټولو لوی ویاړ، مسئولیت او مقدسه دنده ده.»

له ستالین راهیسې د روسيې تر ټولو اوږده رهبري

ولادیمیر پوتین د ېوې پېړۍ نژدې څلورمه برخه د روسيې رهبري کړې ده چې تر جوزف ستالین وروسته د کرملین د مشر په توګه د رهبرۍ تر ټولو اوږده موده ده.

پوتین د قانون له مخې نشوای کولی د دريم پر له پسې ځل له پاره ولسمشر شي، چې اوس په دغه قانون کې بدلون راغلی دی. په ۲۰۰۸م کال کې ولسمشر ديمتري مېدوېدوف پوتین د خپل لومړي وزير په توګه وټاکه. ميدویدوف بیا د پوتین په يوه دوره کې لومړی وزير وو.

دغه ترتيب چې هغه وخت ورته د «شطرنج» لوبې اصطلاح وکارول شوه، سبب شو چې پوتین په ۲۰۱۲م کال کې تر بیا ولسمشر کېدو پورې عملا د روسيې د سیاسي رهبرۍ مسئولیت پر غاړه ولري.

ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۲م کال د می میاشتې په ۷مه د لوړې مراسمو پر وخت د وینا پر مهال
ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۲م کال د می میاشتې په ۷مه د لوړې مراسمو پر وخت د وینا پر مهالانځور: ALEXEY DRUZHININ/AFP via Getty Images

د پوتين د ولسمشرۍ نوې دوره په ۲۰۳۰م کال کې پای ته رسیږي. د نوي اساسي قانون پر اساس هغه د ېوې بلې شپږ کلنې دورې له پاره هم واجد شرایط ګڼل کيږي. که داسې وشي، په هغه صورت کې به پوتین په اتلسمه پېړۍ کې تر ستري کاتریني راوروسته په روسي رهبرانو کې تر ټولو ډېر پر واک پاته شوی رهبر وي.

پوتین د خپلې واکمنۍ په جریان کې د قدرت پر بیارغونې او پر ګاونډیو هيوادونو د روسيې د سلطې هڅې کړي دي، په ځانګړې توګه پر هغو هيوادونو چې د پخواني شوروي اتحاد پر وخت د دغه اتحاد برخه ول.

په عېن وخت کې د روسيې د اپوزيسیون مشرې، یولیا ناوالني چې اوس په جلاوطنۍ کې ده، د خپل مړه شوي مېړه الکسي ناوالني، پر پلویانو غږ کړی چې د پوتين پر وړاندې خپل موقف حفظ کړي. مېرمن ناوالني د پوتين د لوړي په ورځ يوه وېډيو کې د روسيې رهبر «یو درواغجن، غل، او قاتل» ښودلی دی.

 mks/nz/rc/wmr (AFP, AP, dpa, Reuters)

له آرشیف څخه (26.03.2023): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل